ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د څلورو لوبډلو تر منځ د هنډ بال سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۵:۵۹
ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د څلورو لوبډلو تر منځ د هنډ بال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د هنډ بال فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند په ورزشي جمنازيوم کې د څلورو لوبډلو تر منځ د هنډ بال سيالۍ د لغمان لوبډلې په بريا پيل شوې.

په دغو سياليو کې د کوربه ننگرهار، کونړ، لغمان او لوگر ولايتونو لوبډلو گډون کړی دی، چې لومړۍ لوبه د لغمان او لوگر لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې لغمان لوبډلې خپلې سيالې لوگر لوبډلې ته ۱۰/۱۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د هنډبال لوبې وده ده، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS