ننګرهار کې د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له ننګرهار، کونړ او لغمان څخه د ۳۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې ۱۵۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
