ننګرهار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۷:۵
ننګرهار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون په همغږي د ځوانانو راډیو له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لغمان ولایت په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې لغمان ولایت د ۵/۴ ګولونو په توپیر ننګرهار ولایت ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د دوی لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS