ننګرهار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له کابل، ننګرهار، کونړ او کاپیسا ولایتونو څخه ۵۲ ورزشکارانو د نویو ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ګډون کړی و، چې په پایله کې یې ننګرهار په لسو بریاوو سره لومړی، کابل په اتو بریاوو دویم او کونړ بیا په شپږو بریاوو سره درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې او د دوی ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.