ننګرهار کې د ١٠٤ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۴۶
ننګرهار کې د ١٠٤ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار په سراج العمارت بڼ کې له ١٦ کلبونو د ١٠٤ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې حمیدالله د ٣ پر ٢ میدانونو په توپیر خپل سیال ګل آغا ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۵۲
Background image

ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکیټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۵۰
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې بخېل مـــ...ـجاهدینو لوبډلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۴۵
Background image

خوست؛ صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبغاړو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

دا سیالۍ د خوست. . .

BACK TO NEWS