ننګرهار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۲۶
ننګرهار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ننګرهار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو کې د ننګرهار، لغمان، نورستان، کابل، پکتیا او میدان وردګ ولایتونو لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه يې د ننګرهار او پکتیا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په پایله کې یې ننګرهار لوبډلې د ١٤ ګولونو په ترلاسه کولو او ١٥ نمرو په لرلو سره د یادو سیالیو لومړی مقام خپل کړ.

دغه سيالۍ د افغانستان غوره لیګ ١٢ غوره لوبډلو ته د لار موندنې په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.

یادې سیالۍ د لس ورځو دوام وروسته پای ته ورسیدې، چې ګټونکي لوبډلې ته یې په انعام کې لومړی درجه کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

پکتیا کې د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سنوکر معياري کلب پرانیستل شو

د پکتیا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د سید جواد موسوي په نوم ورزشکار له لوري د ۳۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د سنوکر معیاري کلب جوړ او رسماً پرانیستل شو.

دا کلب په نویو او عصري ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې کارکوونکو ته داوبو او انرژۍ وزارت له لوري د انرژۍ سپما يو ورځنی سمینار ترسره شو

کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، رئيسانو، امرينو او مديرانو ته د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت، د انرژۍ مثمريت او ساتنې رياست له لوري او د هېواد د ورزش ادارې د کارکوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS