ننګرهار کې د تکواندو دوستانه سيالۍ ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۱ - ۹:۲۳
ننګرهار کې د تکواندو دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولايت بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ورزشکارانو اتحاديې په مرسته د جلال اباد ښار او ولسواليو ١٨ کلپونو څخه د ١٢٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

يادې سيالۍ د جلال اباد ښار دوه يمې ناحيې حضرت عمر تکواندو ورزشي کلپ کې د بدني روزنې او ورزش ريئس عبدالسلام وزيروال، د ورزشکارانو اتحادیې رئيس زمري عربزاده، د پهلواني، اتلتيک فدراسيون مسؤلینو، ورزشکارانو او د کلپونو استادانو د تکواندو ګڼو مينه والو په شتون کې ترسره شوې.

د ننګرهار بدني روزنې او ورزش رئیس ښاغلي وزيروال په دې سياليو کې د ګډون پرمهال په دې ولايت کې د ورزش په ستونزو او پرمختګونو خبرې وکړې او مسؤلينو ته يې د حل ډاډ ورکړ.

نوموړي همدا راز د شپږمې ناحيې جمنازيوم له چارو څخه هم يادونه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې راتلونکې اونۍ به د ورزشکارانو پر وړاندې پرانستل شي.

د دې سياليو موخه د تکواندو ورزشکارانو وده او ظرفيت لوړلول بلل شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۸:۳۱
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش غېږنيونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په تخته کپرګ سيمه کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش غېږنيونې سیمه ییزې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۸:۲۸
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

BACK TO NEWS