ننګرهار کې د اوو ولایتونو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۲۱:۵۴
ننګرهار کې د اوو ولایتونو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د اوو ولایتونو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ له کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پکتیا، میدان وردګ او پروان ولایتونو د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د جلال اباد ښار له لومړۍ ناحیې تر امان الله خان ښار ګوټي پورې ترسره شوې، چې په پایله کې یې سیدالله سادات لومړی، نقیب الله دویم او شریف الله درېیم مقام ترلاسه کړ.

دا سیالۍ په ننګرهار کې د بایسکل ځغلونې ورزش ته د ودې ورکولو او دغې رشتې ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS