ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې شګۍ زلمیانو لوبډلې د درېیوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې شګۍ ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
