ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
 
              د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عمران سادات لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سدیس او عمران سادات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سدیس لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٢ منډو هدف وټاکه. عمران سادات لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو لوبغاړو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
