ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ښېوې پاچاهي قلعه لوبډلې له خپل ١٣٠ کنډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٤٨ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ښېوې پډیالۍ لوبدلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
