ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۴ - ۲۳:۴
ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ګوريک او کوز کاشکوټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ګوریک لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٥ منډو هدف وټاکه. کوز کاشکوټ لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زيان ٨٩ منډې وکړې او د ٤٥ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې اته ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS