ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې سنګینې لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې عمري اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
