ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچیراګام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د عمرزي اتلانو او اګام خصوصي ښوونځي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عمرزي اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٨ منډو هدف وټاکه. اګام خصوصي ښوونځي لوبډلې یاد هدف د دوو ویکټو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.
