ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې ۳۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې سپين غر چهلګزي لوبډلې خپلې سیالې کوټ لوبډلې ته ۳/۱ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و.