ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۲:۸
ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د دې ولایت د کوټ ولسوالۍ په هندرانو مرکزي میدان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ چې موخه یې د ځوانانو ترمنځ یووالی یاد شوی، لومړۍ لوبه یې د تاج ملوک او معلم اسرار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې تاج ملوک لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

یادې سیالۍ چې اته ورځې په دوام وکړي، د پیل په مراسمو کې يې د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS