ننګرهار؛ په ښېوه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۱۴
ننګرهار؛ په ښېوه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په ښېوه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې يوه مياشت به دوام وکړي پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د سلامپور الف او الهي اباد لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه سلامپور لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زيان ۱۰۹ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې الهي اباد لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۷۴ منډو يې ماتې وخوړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS