ننګرهار؛ په مومندره ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۱۲
ننګرهار؛ په مومندره ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټېپ‌ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د مومندرې ولسوالۍ اړوند د ډکې سپین بند په کرکټ لوبغالي کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د ملتان سلطان او کينګ سټار لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړۍ توپوهنه ملتان سلطان لوبډلې وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته ۱۴۵ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې کينګ سټار لوبډلې د ياد هدف په مقابل کې د ټولو لوبغاړو په زيان ۱۰۶ منډې جوړې کړې او په ۳۹ منډو يې ماتې وخوړه.

د یادونې وړ ده چې د دغو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ د تجربو شريکول ياد شوي دي او دوه مياشتې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ١٠٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمې سیالۍ وشوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او-سپورټ سبک درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۱۶
Background image

هلمند؛ بهرامچې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کابل بازانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۱۵
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ظریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS