ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سيالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت اړوند جلال اباد ښار پنځمه ناحيه کې د پنځو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور تشويقي سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د درېيو کټګوريو تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې.
هېره دې نه وي چې د یادو سياليو موخه د يادې رشتې ورزش ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.
