ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد کې د څلور ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري، د څلورو ولايتونو د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ، چې دوه ورځې يې دوام وکړ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د ننګرهار، کاپيسا، پروان او کابل ۳۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پايله کې ننګرهار د ۱۵۰ برياوو په ترلاسه کولو سره لومړی، کابل د ۴۰ برياوو په ترلاسه کولو سره دويم او پروان د درېيو برياوو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.
