ننګرهار؛ په سره رود ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د ياد ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا نطام د ملاتړ په موخه د ټېپ بال کرېکټ اووم پړاو سیالۍ د بالاباغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د دغو سياليو پايلوبه د بالاباغ او ش.ه.يد بابا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ش.ه. يد بابا لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې بالاباغ لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې بالاباغ لوبډلې د يو لوبغاړي په سوځېدو سره ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او د ۹ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
يادو سیالیو دوې مياشتي دوام وکړ او سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل ورکړل شو.