ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري په روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
