ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د ملنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د دغو سياليو پايلوبه د تندر او ملنګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، تندر لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۷۰ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې ملنګ لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په پنځم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د اتو ویکټو په توپير يې اتلولي وګټله.
د يادو سياليو موخه فکري رغونه او له نظام څخه ملاتړ و، چې ۳۵ ورځې یې دوام وکړ.