ننګرهار؛ په دره نور ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۳۲
ننګرهار؛ په دره نور ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېب بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دره نور ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د بونتا مرکزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د بونتا مرکزي او ننګرهار مرکزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، بونتا مرکزيلوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۸۶ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ننګرهار مرکزي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۰ منډې جوړې کړي او لوبه يې د ۱۶ منډو په توپير سره وبايلله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادي ولسوالۍ وګړو ته د يوې سالمې تفريح برابرول و، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS