ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۲:۲۹
ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د یاد ولایت د ازرخش ښوونیز مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبې ته د ملکیار هوتک عالي لېسې او ازرخش ښوونیز مرکز لوبډلو لار موندلې وه، لومړۍ توپوهنه ازرخش لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې هدف کېښود، بل لوري ته د ملکیار هوتک عالي لېسې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په زیان ۱۳۵ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې په ۱۲ منډو سیالي بایلوده.

د یادونې وړ ده چې یادو سیالیو ۱۵ ورځې دوام وکړ او اتلې لوبډلې ته لومړۍ درجه کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۷:۳۶
Background image

خبرتیا!

د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو محترمو ورزشي رئیسانو، آمرینو او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې ترکمنستان سره له لوبې مخکې د ضعف او قوت برخو معلومولو په پار تیوریکي غونډه وکړه.

د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې ترکمنستان سره له لوبې مخکې د ضعف او قوت برخو معلومولو په پار تیوریکي غونډه وکړه.

افغان ملي لوبډله د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولۍ سیالیو خپله دویمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۵۱
Background image

جوزجان؛ مردیان ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مردیان ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS