ننګرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند د پنځمې ناحيې په ورزشي جمنازيوم کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د نارنج ګل په نوم د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۹۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته د ماتې په ورکولو سره برياوې خپلې کړي.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.