ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۱:۳۷
ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په نازیان ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سرحدي او مرکزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سرحدي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٢ منډو هدف وټاکه. مرکزي لوبډلې د هدف په تعقیب کې ٨٥ منډې وکړې او د ٤٦ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د نظام د ملاتړ په موخه پیل شوي دي، چې ٢٥ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS