ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ډکې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو وروستۍ لوبه د شمشاد ایګل او ډکې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. شمشاد ایګل لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د خپلو څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰۰ منډوهدف وټاکه. ډکې لوبډلې یاد هدف د لوبې په اووم اور کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د یادو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د فکري رغونې او نظام د ملاتړ په موخه موخه پیل شوې وې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر سایکل ورکړل شو.
