ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۴۶
ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګردي لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د توفیق او ګردي لېسو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د توفیق لېسې لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٩ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې يې ګردي لېسې لوبډلې ټاکل شوی هدف د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS