ننګرهار؛ مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د پوهنې ریاست سره پهٔ ګډه همغږۍ، مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې میاعمر لوبډلې ٣ - ٠ ګولونو په توپیر چکنوریو لوبډلې ته ماته ورکړه.
یادې سیالۍ د زده کوونکو د سالمې تفريح په موخه ترسره کیږي، چې یوه اونۍ به دوام وکړي.
