ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک او سرکس نندارې ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۲۳
ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک او سرکس نندارې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار په لومړۍ او درېیمه ناحیه او بهسودو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک او سرکس نندارې ترسره شوې.

په دغو ورزشي نندارو کې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو ۳۰ ورزشکارانو ګډون کړی و او د جمناستیک او سرکس په برخه کې یې بېلابېل په زړه پورې حرکتونه او مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۳۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۷
Background image

افغان ورزشکار د سنوکر نړۍ‌والو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د سنوکر افغان ورزشکار رییس خان سن‌زي د سنوکر نړۍ‌وال جام لوبو ١٦ غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي سیالیو پرلپسې د قطر او متحده عربي اماراتو سیالانو ته ماته ورګړه او نیمه پایلوبې ووت.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۵
Background image

کابل کې د ساحلي واليبال ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د دولس لوبډلو ترمنځ د ساحلي واليبال شپږم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې د ياد رياست په ساحلي واليبال. . .

BACK TO NEWS