ننګرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شېرزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ملک جیفور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د پټلو ځوانانو او ملک جیفور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پټلو ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٨ منډو هدف وټاکه. ملک جیفور لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.