ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ګلاهي اتفاق او ګلاهي زرګرانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ګلاهي زرګرانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٣ منډو هدف وټاکه. ګلاهي اتفاق لوبډلې ياد هدف د څلورو ویکټو په زيان د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې لوبه وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې ٢٥ ورځې به دوام وکړي.