ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شینوارو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شینوارو ایلیون سټارز او اتفاق زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شینوارو ایلیون سټارز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٦ منډو هدف وټاکه. اتفاق زلمي لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
