ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۱۶
ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بانډې رولېکس لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د بانډې الف او بانډې رولېکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بانډې الف لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٢ منډو هدف وټاکه. بانډې رولېکس لوبډلې د څلورو ویکټو په زیان سره ياد هدف پوره کړ او د سیالیو اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۶
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۴٥. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شور تپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۴۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۲
Background image

بلخ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار په حیرتان ښارګوټي کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵جوړو لوبې. . .

BACK TO NEWS