ننګرهار؛ د کال غوره لوبډلې د غوراوي په موخه د شپږو ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۵:۴۷
ننګرهار؛ د کال غوره لوبډلې د غوراوي په موخه د شپږو ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست او د فوټبال فدراسیون په همغږۍ د کال غوره فوټبال لوبډلې د ټاکلو په موخه د شپږو ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رییس عبدالسلام "وزیروال"، د فو ټبال فدراسیون مسؤلینو، ورزشکارانو، امنیتې مسؤلینو او د فوټپال ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه.

په دې سیالیو کې له سره رود، بهسود، رودات، چپرهار، ښيوې او بړو څخه یوې یوې فوټبال لوبډلې برخه اخیستې ده، چې لومړۍ لوبه یې د سره رود او بهسودو ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ تر سره شوه، په پایله کې د یو، یو ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسیده.

دغه سیالۍ چې د لومړي ځل لپاره د ولسوالیو په کچه ترسره کیږي، لس ورځې به دوام ولري او راتلونکې لوبه به یې د چپرهار او ښېوې ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ تر سره شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS