ننګرهار؛ د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونو او همغږۍ د ځوانانو د هڅولو او یووالي په موخه د دوو کلبونو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ، چې د استاد اکمل لودین له لوري تنظیم شوې وې، د سوک وهنې له دوو کلبونو ۳۰ تنو ورزشکارانو پکې ګډون درلود.
ورزشکارانو او د سوک وهنې د لوبو مینه والو په یادو سیالیو خوښې وښوده او د سالمې تفرېح په موخه یې د ورته دوستانه سیالیو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د یادونې ده، چې یادې یوه ورځنۍ وې او په پای کې یې ورزشکارانو ته بېلابېلې جایزې ورکړل شوې.
