ننګرهار؛ د بهسود ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سيالۍ د پټان کلب لوبډلې وګټلې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په لارښوونه په بهسود ولسوالۍ په کچه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سياليو اتلولي د پټان کلب لوبډلې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې موخه يې د ځوانانو سالمه روزنه او همداراز د ځوانانو هڅونه وه پايلوبې ته يې پټان کلب او شفيق کلب لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې شفيق کلب لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې هدف کېښود، بل پلو پټان کلب لوبډلې ياد هدف ته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په نهم اور کې ځان ورساوه او اتلولي يې خپله کړه.
بايد يادونه وشي چې دغه ټورنمنټ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ يوه مياشت وړاندې پيل شوی و او نن ورځ يې پايلوبه ترسره شوه.
