ننګرهار؛ دوربابا ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۵:۱۱
ننګرهار؛ دوربابا ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د شينوارو شپږګونو ولسواليو ورزشي مديريت په لارښوونو او همغږۍ دوربابا ولسوالۍ کې د نظام د ملاتړ او د ځوانانو يووالي په نوم د۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شولګر او اوبلین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شولګر لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه، چې اوبلين لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نخ شو کړای او د يادو سياليو پایلوبه شولګر لوبډلې وګټله.

د یادو سیالو د پایلوبې پرمهال قومي مشرانو، امنیتي مسوولينو، ځوانانو او د کرېکټ د لوبې ګڼ شمېر مینه والو ګډون درلود.

د یادونې ده، چې د یادو سیالیو ګټونکې لوبډلې ته لومړی درجه کپ او بیلونکې لوبډلې ته دویمه درجه کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS