ننګرهار؛ خېوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۵:۳
ننګرهار؛ خېوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په خېوې ولسوالۍ کې ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د خېوې مرکزي او سید جمال الدین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. خېوې مرکزي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٥ منډو هدف وټاکه. سید جمالدین لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ٩٦ منډې وکړې او د ٧٨ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

يادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي چې شل ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۰
Background image

سمنگان؛ دره صوف ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د عنایت الله حقیار د واده په ویاړ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۳۸
Background image

پکتيکا؛ کشيوال ب لوبډلې د همت چلينج کپ دويم پړاو فوټسال سياليو اتلولي خپله کړه

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او همت سپورټ مسؤلينو له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د همت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۳۴
Background image

پکتيکا کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د جاويد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د فوټبال سيالۍ د جاويد لوبډلې. . .

BACK TO NEWS