ننګرهار؛ خېوې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۹:۱۷
ننګرهار؛ خېوې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په خېوې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د سید جمال الدین افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې خیوې مرکزي، سورج، پاچاهۍ قلعه، سید جمال الدین، سرجل سټار او بډیالۍ لوبډلو ګډون کړی و، چې پای لوبه یې د سید جمال الدین افغان او سرجل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د سرجل لوبډلې وګټلو او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لس اورونو کې یې د خپلو ۵ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه. د سید جمال الدین افغان لوبډلې ټاکلی هدف د خپلو ٤ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ او په شپږو ویکټو يې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې چې لس ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٢ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۹
Background image

پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د هندوستان له شارژدافیر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، کابل کې د هندوستان هېواد شارژدافیر یتین پټیل سره وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه. . .

BACK TO NEWS