ننګرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د بدن ښکلا ورزشي کلب پرانيستل شو
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فټنس او بدن ښکلا فدراسیون ملي د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د سپين غر خوږياڼي په نوم د شاوخوا پنځه لکه افغانیو په ارزښت د بدن ښکلا ورزشي کلب جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د بدن ښکلا دغه ورزشي کلب په عصري وسایلو سمبال دی او د ورزشکارانو د تمرين لپاره په کې ښه سهولتونه برابر شوي دي.
