ننګرهار؛ جلال آباد ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په ۶مه ناحیه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې ساوجي ټايګر لوبډلې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې خپلې سيالې سره رود لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف کېښود، په ځواب کې سره رود لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۸۶ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۴ منډو په توپير وبايلله.
دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا دوې اوونۍ به دوام وکړي.
