ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۰:۱۵
ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په انبار خانې سیمه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د انکلاب «ب» او کېنګ سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. انکلاب لوبډلې د ټاس په ګټلو لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه. کېنګ سټار لوبډلې هم د یاد هدف په تعقیب کې ۱۳۶ منډې وکړې او لوبه سوپر اور ته لاړه خو د وخت د کمښت له امله لوبه مساوي پای ته ورسېده او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه.

یادې سیالۍ هېواد ته د خدمت او د نظام د ملاتړ په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۶:۲
Background image

بلخ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۵:۵۹
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۵۲ ورزشکارانو ترمنځ د نیزه وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې، نیزه وهنې، ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۵۲ ورزشکارانو ترمنځ د نیزه وهنې ټاکنیزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۵:۵۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۲ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۲ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شاهین. . .

BACK TO NEWS