ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ یوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني رونې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکرټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبدلو ترمنځ له نظام څخه د ملاتړ او غوره امنیت په ویاړ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د شهـ.ـید آباد ځوانانو او باسول لمر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د شهـ.ـید آباد ځوانانو لوبډلې په لومړۍ توپ وهنې سره په ټاکلو نهو اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵۳ منډو هدف وټاکه، چې باسول لمر لوبډلې یاد هدف د لوبې په شپږم اور کې پوره کړ او د یادو سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
ټاکل شوې چې دغه سیالۍ به ۲۰ ورځې دوام وکړي.