ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ورزش په بېلابېلو برخو کې ورزشي نندارې ترسره شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د بټي کوټ ولسوالۍ ورزشي مسؤلینو له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د تکواندو، کونګ فو او ووشو په ورزشي برخو کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ ورزشي نندارې ترسره شوې.
د يادو نندارو موخه ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو هڅول او وړتيا ښودل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
