ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۵۱
ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ابراهیم خېلو او کوچیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کوچیانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٥ منډو هدف وټاکه. ابراهیم خېلو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ٩٧ منډې وکړې او د ٣٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۱۱
Background image

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

. . .

BACK TO NEWS