ننګرهار؛ بهسودو ولسوالۍ کې د ١۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د بهسودو خوځښت او بهسودو شګیوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بهسودو شګیوال لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ٣٨ منډو هدف وټاکه. بهسودو خوځښت لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې پهٔ درېيم اور کې ترلاسه کړ او د لسو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د مينې او ورورولي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
