میدان وردګ ولایت کې د ۴۵ ورزش کارانو ترمنځ د جوجیستو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د جوجیستو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز کې د دریوو کلپونو د ۴۵ ورزش کارانو ترمنځ د جوجیستو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د احسان الله، رفیع الله او نجیب الله کلپونو ورزش کارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د احسان الله کلپ لوبغاړو لس د سرو زرو مډالونو په ترسره کولو سره لومړی او د رفیع الله کلپ لوبغاړو د نهه سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو په پایله کې ۱۲ تنه د یاد ولایت د جوجیستو ټاکتنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
دغه سیالۍ د جوجیستو ولایتي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
