میدان وردګ ولایت کې د ١٧٠ ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز میدان ښار کې د پنځو کلبونو د ١٧٠ ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له جوانان جلریز، قهرمانان میدان وردګ، ستارههای میدان وردګ، مرکز میدان او جوانان تکانه کلبونو څخه د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټګوریو کې ورزش کارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې له هرې کټګوري څخه ١٣ تنه د ياد ولايت د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
د سیالیو په پای کې ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
